د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښايي ترکيه د روسيې توغندیز دفاعي سيسټم وانخلي


د امريکا د هوايي ځواک وزيره هيدر ويلسن
د امريکا د هوايي ځواک وزيره هيدر ويلسن

د امريکا د حکومت يوه وزيره وايي، لا هم امکان شته چې ترکيه د روسيې د توغندیو دفاعي سيسټم له پېرلو ډډه وکړي.

له مسکو د دې دفاعي سيسټم د رانيولو موافقې واشنګټن او د ناټو ګڼ متحدان په غوسه کړي دي.

د امريکا د هوايي ځواک له وزيرې هيدر ويلسن «Heather Wilson» پوښتنه وشوه:

"ایا امکان لري چې انقره د ميزايلو د «S-400» ډوله دفاعي سيسټم د پیرلو په برخه کې خپل نظر کاملاً بدل کړي؟"

وېلسن د مې پر ۱۶مه وويل: "دا احتمال شته."

هغې په خپلو خبرو کې وويل چې پر دې موضوع ډيپلوماتان خپل کار ته دوام ورکوي.

د امريکا د هوايي ځواک وزيرې د امريکا پخوانۍ خبره تکرار کړله، هغه دا چې د روسيې دغه دفاعي سيسټم د امريکا ساخت له «F-35» ډوله جنګي الوتکو سره اړخ نه لګوي.

د امريکا متحدو ايالاتونو له انقرې غوښتنه کړې د روسيې د دفاعي سيسټم د رانيولو له موافقې شاته شي.

په عين حال کې د ناټو متحدانو هم د امريکا ساخت «F-35» ډوله جنګي الوتکو ته د ورپېښ بالقوه ګواښ په اړه اندېښنه ښوولې ده.

XS
SM
MD
LG