د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکايي چارواکو او طالبانو په خبرو کې پرمختګ شوی


ارشیف، په قطر کې د امریکا او طالب استازیو د ناستې یو انځور
ارشیف، په قطر کې د امریکا او طالب استازیو د ناستې یو انځور

طالبانو په قطر کې له امریکايي پلاوي سره د خبرو شپږم پړاو چې د مې پر نهمه پای ته ورسېد، مثبت بللی او په دې خبرو کې یې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر په یوه بیان کې لیکلي دي چې د خبرو دا پړاو په ټوله کې مثبت و او دواړو خواوو د یو بل نظریې په حوصله واورېدې.

په بیان کې پرته له دې چې پر جذیاتو رڼا واچول شي، ویل شوي چې په دې پړاو کې د تېرو خبرو پر جوړه شوې مسوده له بحث وروسته په ځینو برخو کې پرمختګ وشو، خو ځینې پاتې دي.

شاهین وايي، اوس به دواړه لوري د بل پړاو تر پیل پورې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه سلا مشورې کوي او د راتلونکي پړاو لپاره به تیاري نیسي.

د دې خبر د جوړېدو تر مهاله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو د چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد او نورو امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG