د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ملي امنیت سلاکار له پاکستاني سفیر سره لیدلي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب (ښی) په کابل کې د پاکستان له سفیر سره.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب (ښی) په کابل کې د پاکستان له سفیر سره.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او په کابل کې د پاکستان سفیر اسلام اباد ته د ولسمشر اشرف غني راتلونکې سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې پاڼې د پرانیستو لپاره یو موقع بللې ده.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا یو خبرپاڼه وايي، حمدالله محب د مې پر اوومه په کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله خان سره لیده کاته وکړل او دواړو خواوو د ولسمشر اشرف غني د سفر ترڅنګ د ترهګرۍ پرضد مبارزې لپاره پر سیمه ییزه همکارۍ هم خبرې وکړې.

افغان چارواکو پخلی کړی چې ولسمشر اشرف غني به د پاکستاني وزیراعظم عمران خان په بلنه اسلام اباد ته ځي خو د دې سفر نېټه لا نه ده مالومه.

ولسمشر اشرف غني د مې پر دریمه د مشورتي لویې جرګې په پای غونډه کې پر پاکستان غږ کړی وو چې له افغانستان سره دې پر شک او دړکو ولاړې اړیکې په داسې اړیکو بدلې کړي چې پر باور او ريښتونې همکارۍ وړلاړې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG