د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي: زموږ وتل به ۳۵ جنګي جیټ الوتکو پروژه اغېزمنه کړي


د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان

ترکي وايي، د روس اېس څلور سوه د میزایلو د دفاعي نظام اخېستل هېڅ جواز نه لري چې دوی دې د امریکا په مشرۍ کې د اېف ۳۵ جنګي جیټ الوتکو له پروژې و اېستل شي.

د ترکي د دفاع وزیر حلوصي اکار د مې پر دریمه دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې د امریکا د دفاع سرپرست مشر خبرداری ورکړ چې د اېف ۳۵ جنګي جیټ الوتکو له پروګرامه د ترکي اېستل به د انقرې د کړنو خلاف یو له نتیجو څخه وي.

حلوسي اکار خبري ادارې اېن ټي وي ( NTV ) ته ویلي چې د اېف ۳۵ جنګي جیټ الوتکو له پروژې څخه د انقرې ایستل به د یادې پروژې نور شراکتداران له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ کړي.

د ناټو سازمان د یو غړي په حیث ترکي د ایتلافي ځواکونو د استعمال لپاره د جوړیدونکو جیټ الوتکو په پروګرام کې برخه اخلي او پخپله هم د سلو جنګي جیټ الوتکو د اخیستلو پلان لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG