د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې یې درې عسکر وژل شوي


د پاکستان پوځ وایي، له وسله والو سره په نښته کې يي درې عسکر وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

نن د پوځ له خوا په خپره شوي یوه خبرپاڼه کې ادعا شوې چې نېږدې ۶۵ وسله والو له افغانستانه هغه وخت د شمالي وزیرستان په لوړه سیمه کې پر پاکستانيو ځواکونو برید وکړ، کله چې دوی پر پوله د ازغن تار په غځولو بوخت ول.

پوځ ادعا کړې چې په ځوابي کاروايۍ کې ګڼو وسله والو ته مرګژوبله اړولې خو دا يې نه دي ویلي چې دا نښته کله او پر کوم وخت شوې ده.

پوځ ویلي پر پوله د ازغن تار غځولو ته به دوام ورکوي.

د پاکستاني پوځ د دغه ادعاو په باب لا افغانستان څه نه دي ویلي.

تحریک طالبان پاکستان حکیم الله محسود ډلې د دغه برید ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG