د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ختیزې اروپا ځینو هېوادونو له روسۍ وېرې پوځي لګښت ډېر کړی


د ختیزې اروپا یوشمېر هېوادونو د روس له وېرې خپل پوځي لګښتونه زیات کړي دي. د سټاک هولم سولې نړیوال څېړنیز مرکز (اېس ای پي ار ای) په دوشنبه ویلي چې اوکراین پروسږ کال خپل پوځي لګښتونه ۲۱فیصده زیات کړي دي.

همدا راز بلغاریا، رومانیا، لیتویا او لیتوانیا هم په خپلو پوځي بوجو (بجټونو) کې له اتلس نه تر ۲۴ فیصدو زیاتوالی راوستی دی.

د ادارې یو مشر پيټر ویزمان نن د مشال ریډیو د خبر مرکزي څانګې ته وویل د مشرقي او مرکزي اروپا د هېوادونو په پوځي لګښتونو کې زیاتوالی له روسیې دوی د زیاتېدونکیو ګواښونو نتیجه ده.

روس له ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۸ز کاله پورې خپله پوځي بوجه/بجت درې نیم فیصده کم کړی دی خو بیا هم دا د نړۍ شپږمه لویه پوځي بوجه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG