د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ له سعودي عرب سره د تېلو پر قېمت خبرې کړي


د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او محمد بن سلمان پخوانی عکس
د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او محمد بن سلمان پخوانی عکس

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، پر هغو غوښتنو یې سعودي عرب او د تیلو برامد کونکو هېوادونو سازمان یا اوپیک نور غړي سلا شوي چې په نړېواله توګه د تیلو قیمتونو کمولو لپاره د هغې پیداوار زیات کړي.

ولسمشر ټرمپ د اپریل پر ۲۶مه پر خپل ټویټر ولیکل چې له سعودي عرب او نورو هېوادونو سره یې د تیلو پیداوار په اړه خبري کړي او ټول رضا دي.

د روان کال له پیل راهیسي د خام تیلو په قیمت کې ۳۳ في صده زیاتوالی شوی دی او د ولسمشر ټرمپ تر څرګندونو وروسته په دې کې دوه اشاریه نهه فيصده کمي راغلې ده.

وویل کېږي چې د تیلو په قیموتو کې څه زیاتوالی د امریکا لخوا پر نورو هېوادونو له ایران څخه د تیلو نه اخیستو د فشار له کبله شوی دی.

پر تهران د واشنګټن لخوا فشار د هغو هڅو برخه ده چې په وینا یې ایران په سیمه کې زیان رسونکي فعالیتونه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG