د لاسرسي ځای

تازه خبر

داسې جوړ جاړی په کار دی چې په افغانستان کې جګړه ختمه کړي: شناهن


د امریکا دفاع سرپرست وزیر پېټرک شناهن.
د امریکا دفاع سرپرست وزیر پېټرک شناهن.

د امریکا دفاع سرپرست وزیر پېټرک شناهن او د افغانستان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې پر مزاکراتو خبرې کړي دي.

پېټرک شناهن د اپرېل پر ۱۹مه په یوه ټوېټ کې لیکلي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه په پنټاګون کې خبرې شوي.

نوموړی ليکي: "موږ به ګډ کار کوو چې د داسې سیاسي جوړ جاړي لپاره شرایط برابر شي چې په افغانستان کې روان جنګ پای ته ورسوي".

ټاکل شوې وه چې د اپرېل پر۲۰مه د افغانستان یو ۲۵۰ کسیزه پلاوی په قطر کې له طالبانو سره خبرې وکړي. خو د افغان ولسمشر دفتر د اپريل پر ۱۸مه په یوه بیان کې وویل چې د قطر حکومت د دې پلاوي په منلو کې پاتې راغلی نو ځکه یې دغه غونډه لغوه کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG