د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند کې د ټولټاکنو دوهم پړاو پیل شو


اسوشییېټد پرېس لیکي په هند کې نن د انتخاباتو دوهم پړاو پیل شوی چې ورته د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې سخت امنیت نیول شوی دی. سري نګر د هند له هغو ۱۳ صوبایي حلقو یوه ده چې نن پکې خلک په سخت امنیت کې رایي اچوي. په هند کې د انتخاباتو عمل به تر ۱۹ می پورې روان وي.

خبري اژانس لیکي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې بیلتونپالو مشرانو له خلکو غوښتي چې له ټاکنو پرېکون وکړي او خپلې رای و نه کاروي. نن سهار د ووټ اچولو ټول مرکزونه هم ویجاړ پراته ول، په سري نګر او یوشمېر نورو ځایونو کې سړکونه تش دي. هر خوا ته امنیتي عسکر ښکاري چې په لارو کوڅو کې ګشت کوي خو لا هم ولس ووټ اچولو ته نه دی راوتلي.

خبري اژانس لیکي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د موبایل سروس هم بند کړل شوی دی.

په هند کې انتخابات به تر شپږو اونیو پورې روان وي. په دغو انتخاباتو کې څه ۹۰۰ ملیونه خلک د رایو ورکولو جوګه دي چې د هند پارلمان د قامي اسمبلۍ یا لوک سبها د ۵۴۳ څوکیو لپاره خپلې رایې استمال کړي.

د انتخاباتو دا عمل به د می په ۱۹ مه نېټه پایې ته ورسیږي او له هغې وروسته به په ۲۳مه نېټه د رایو د شمېرنې عمل پیلیږي.

په تامل ناډو ایالت کې هم خلک خپلې رایې کاروي،په دغه ایالت کې خلک د ۳۸ څوکیو لپاره د خپلو خوښو کاندیدانو ته ووټ اچوي. بلخوا په اترپردېش صوبه کې چې زیاته ابادي لري او زیات خلک پکې د ووټ اچولو جوګه دي، انتخاباتي چارواکو د ووټ اچونکیو لپاره د یخو اوبو انتظام کړی او په مختلفو پولنګ مرکزونو کې يې د ناستې ځایونه جوړ کړي دي.

د هند وزیراعظم نریندر مودي کشمیر ته په خپل کمپېن کې یو مهم ځای ورکړ، د کشمیر مسله یې د پاکستان خلاف په خپلو ویناو کې یاده کړه ، او خاصکار د پلواما پېښې ذمه وار یې هم پاکستان وګرځاوه، د تیرې فېبرورۍ په میاشت کې په پلواما کې پهیوه ځانمرګې حمله کې د هندتر ۴۰ زیات امنیتي عسکر ووژل شول او زمه واري یې په پاکستان کې مېشت جېش محمد ډلې ومنله.

پاکستان د هند تورونه ردوي، خو نریندر مودي په خپل انتخاباتي کمپېن کې پر پاکستان بیا دا تورونه ولګول چې هغو وسلوالو ته یې ځایونه ورکړي دي چې په هند او یا د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ناامني جوړوي.

XS
SM
MD
LG