د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس دې د سربیا او کوسوو په خبرو کې پراخه ونډه واخله: داڅیڅ


روس: د سربیا بهرنیو چارو وزیر اویڅا داڅیڅ له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره د اپرېل پر ۱۷مه (۲۰۱۹ کال) په مسکو کې ولیدل.
روس: د سربیا بهرنیو چارو وزیر اویڅا داڅیڅ له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره د اپرېل پر ۱۷مه (۲۰۱۹ کال) په مسکو کې ولیدل.

سربیا وايي چې روسیه دې د دغه هېواد او کوسوو ترمینځ د اروپايي ټولنې په مرسته کېدونکو خبرو اترو کې لوی کردار ولوبوي.

په چارشنبه په ماسکو کې له خپل روسي سیال سرګې لاوروف سره تر خبرو وروستو د سربیا د بهرنیو چارو وزیر اویڅا داڅیڅ وویل، سربیا له روسۍ مرستې پرته د خپلو ریاستي ګټو دفاع نه شي کولی.

نوموړي زیاتوي چې روسیه يې تر ټولو لوی دوست دی او د هغه له مشوری پرته به هېڅ هم نه کوي.

په کوسوو کې زیات البانیان اوسېږي چې په ۱۹۹۸-۹۹ کې يې د ناټو تر بمبارۍ او جنګ وروستو له سربیا لارې بېلې کړې.


د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې عادي حالت ته د راوستلو لپاره د اروپايي ټولنې په مرسته روانې خبرې تر هغه پس ودرېدلې چې کوسوو پر سربیايي شیانو د ۱۰۰ فیصده ټېکسونو له معافولو انکار وکړ.

سربیا غواړي چې د مذاکراتو تر بیا پیلېدو وړاندې دې وړومبی دغه ټېکسونه لیرېکړل شي.

XS
SM
MD
LG