د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیله من یم چې روس به ګرفتار امریکايی ژر پرېږدي: هنټسمېن


په روس کې د امریکا سفیر پاول ویلان
په روس کې د امریکا سفیر پاول ویلان

په روس کې د امریکا سفیر پر ماسکو ټینګار کړی دی چې د نیول شوي امریکایي پاول ویلان د نیولو په اړه دې یا خو ثبونه وړاندې کړي او یا دې یې خوشې کړي. جان هنټسمېن نن د مشال راډیو له روسۍ څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل که د پاول پرضد یو تور وی نو په اړه یې ماسکو باید ثبوتونه مخې ته راوړي وی. نوموړي هیلهوښوده چې روس به نیول شوی امریکایي زر خوشې کړي.

ویلان د امریکا د سمندري ځواک پخوانی سرتېری وو، هغه د امریکا، ایرلنډ،کاناډا او بریتانیا تابیعیت لري. نوموړی په ۲۰۱۸ ز کال په ډیسمبر کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور په مسکو کې ونیول شو. د ویلان کورنۍ وایي نوموړی هلته یوه واده ته تللی و.

په ماسکو کې د امریکا د سفیر جان هنټسمېن دا څرګندونې پر داسې مهال مخې ته راغلي دي چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د اوکراین په ختیځ کې د کرایمیا په ټاپوزمه کې د روس د پوځي مداخلې پر سر د ماسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG