د ننګرهار چارواکي وایي د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند سلطانزي پلازې ته څېرمه د اپریل پر نهمه ماسپښين شاوخوا درې نیمې بجې د ماين پاکۍ موسسې ډاټسن موټر پورې د نښلول شوي ماين چاودنې له امله درې مېرمنې او څلور نارينه چې ټول ملکي وګړي دي ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي وایي چې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته پر وخت لېږدول شوي او زیاتوي چې د ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.