د پاکستان ترهګرۍ ضد ادارې (نیکټا) د اپرېل پر اتمه یو راپور خپور کړی چې پکې ویل شوي د ۱۷۸ نورو سختدریځو کسانو نومونه یې څارنیز نوملړ ته اچولي دي.
د څارنې په دې نوملړ کې د هغو کسانو نومونه اچول کېږي چې ولسي امن ته ترې ګواښونه وي.
یاده اداره وايي، له دغو ۱۷۸ کسانو د نومونو له ډېرولو سره په څارنیز نوملړ کې د اچولیو کسانو شمېره ۸۳۰۰ ته ختلې ده.
د کومو کسانو نومونه چې په څارنیز نوملړ کې واچول شي، د هغوی پر بیانونو، ولسي ځایونو ته پر ورتګ، په راډیو تېلیویژن کې پر مرکو کولو، په لاوډسپیکرونو ویناګانې او په جلسو جلوسونو کې پر ګډون بندیز وي.
نیکټا په خپل راپور کې دا هم ویلي دي چې تر اوسه یې شاوخوا تر پنځو زرو کسانو بانکي حسابونه هم کنګل کړي او ۶۹ تنظیمونه یې ناقانونه ګرځولي او د دوو نورو تنظیمونو څارنه روانه ده.
د دفاعي چارو کارپوهان وايي، پاکستان د مالي بدعنوانیو د مخنیوي نړیوالې ادارې (فاینانشل ایکشن ټاسک فورس) له خړ لېسټه د ځان ایستلو په موخه دا اقدامات پیل کړي دي.