د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او هند پر یو بل د برید تور پورې کړی


د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د اپرېل پر پنځمه يې د هند ۵ سرتيري وژلي او يو شمېر يې ژوبل کړي.

د پاکستان سرکاري رېډيو او شخصي رسنۍ د پوځ مطبوعاتي څانګې په حواله وايي چې دغه مرګ ژوبله د پاکستان او هندوستان ترمنځ په کنټرول کرښه د هند له پوځي پوستو څخه د ډزو په ځواب کې رامنځته شوې.

رسنۍ زياتوي چې لومړی هندي پوځيانو د کنټرول لاين په سکټر چړي کوټ کې په ولسي ابادۍ ډزې وکړې چې پکې پينځه ولسي وګړي ژوبل شول.

بلخوا هندي ورځپاڼه اکنامک ټايمز د هندي پوځ له خولې وايي چې پرون يې په کنټرول کرښه د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې د پاکستان په يوه پوځي پوسته بريد کړی.

دوی وايي پاکستاني پوځيان يې په ولسي ابادۍ بريدونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG