د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وایي چې قوماندان مولوي سلیمان له خپلو پنځو نورو ملګرو سره د بېپېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
دا حمله د اپریل پر درېمه شپه د اچین ولسوالي د عبدالخیل تنګي په سیمه کې شوې ده.
د ننګرهار د شینوارو په ولسوالي کې په وروستیو څو میاشتو کې د ولسي خلکو په مرسته داعش ځپل شوی دی، خو دغه ډله لا هم د دغه ولایت په ځینو سیمو کې فعاله ده.