د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد د کندهار له مشرانو سره پر افغان سوله غږېدلی


د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کندهار له چارواکیو او مشرانو سره لیدلي. ۳م مارچ ۲۰۱۹
د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کندهار له چارواکیو او مشرانو سره لیدلي. ۳م مارچ ۲۰۱۹

د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سېشنبه په کندهار کې له مشرانو سره د افغان سولې د روانو هڅو په اړه خبرې کړې دي.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي د مارچ پر درېمه مشال راډيو ته وويل چې خليلزاد د کندهار له والي حيات الله حيات، د زابل او کندهار د ولايتي شورا غړیو، قومي مشرانو، مخورو او مدني فعالانو سره د افغان سولې د روانو هڅو په اړه مشورې او خبرې کړي.

بلخوا سرچينې وايي چې خليلزاد د کندهار او زابل د ولايتي شوراګانو له استازیو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي له ورور شاولي کرزي او نورو سره ليدلي دي.

د دغو ليدنو تفصيل لا نه دی په ډاګه شوی.

دا د زلمي خليلزاد د افغان سولې په تړاو د روانو هڅو په لړ کې سيمې ته شپږم سفر دی. نوموړی د مارچ پر دوهمه کابل ته رسېدلى وو او د ولسمشر او اجراييه ريس په ګډون یې له نورو لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG