امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي ممکنه ده چې دی له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتېن او له ولسمشر ژي جین پینګ سره د وېنزوېلا په اړه خبرې وکړي.
ولسمشر ټرمپ د مارچ پر ۲۹مه خبریالانو ته وویل چې دی به په دې اړه له یو شمېر خلکو سره خبرې کوي.
د ولسمشر ټرمپ دا خبرې له هغه وروسته مخې ته راغلې دي چې امریکا په وینزوېلا کې د روسي عسکرو ځاي پر ځای کول غندلي.
امریکایي چارواکو په دې اړه ویلي ، په یو داسې هېواد کې چې له وړاندې سیاسي او اقتصادي شخړې لري د روسي عسکرو موجودګي به یې لا غېر مستحکم کړي.
سپینې ماڼۍ د مارچ پر ۲۹مه په یو بیان کې د امریکا د قامي امنیت سلاکار جان بولټن له خولې ویليچې دوی له لویدیځو سیمو پرته ټولو خواو ته په وینزوېلا او یا په شاوخوا سیمو کې د عسکرو د ځاي پر ځاي کولو په اړه خبرداری ورکوي.
د وینزوېلا لپاره د امریکا ځانګړی استازی الییټ ابرامز وایي د امریکایي اندازې ترمخه په وېنزوېلا کې سل روسي عسکر دي او د دوي هلته موجودګي یوه خطرناکه خبره ده.
د روس انټرفکس خبري اژانس وایي د مارچ پر ۲۹مه په وېنزوېلا کې د روس په مرسته د هیلي کاپټرو د روزنې د یو مرکز پرانسته وشوه.
د اژانس په وینا په دې مرکز کې به پایلټانو ته د ځینو هیلې کاپټرو د چلولو روزنه ورکول کیږي.