د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: سنځاوۍ کې شپږ لېويز واله وژل شوي


د سنځاوۍ سیمه

د بلوچستان په زیارت ولسوالۍ کې پر یوه امنیتي پوسته د وسله والو په یوه ترهګریز برید کې شپږ لېویز سرتېري وژل شوي دي. برید له صوبايي مرکز کوټې څخه ۱۵۰ کلومیټره لیرې د یادې ولسوالۍ په سنځاوۍ تحصیلکې د لال کټايي پر امنیتي پوسته شوی دی.

تر دغه پېښې پس لوی شمېر لېويز او سرحدي عسکر د سنځاوۍ په غرنۍ سیمه کې د مشکوکه بریدګرو لټون پیل کړی دی. پاکستانیو طالبانو رسنیو ته په استولي پیغام کې د برید ذمه داري منلې.

د زیارت ډپټي کمشنر قادر بخش پیرکاني مشال راډیو ته وویل چي د پېښې وروسته یې له سنځاوۍ څخه پر وتونکیو لارو د مشکوکو کسانو څارنه زیاته کړې ده. د پیرکاني په وینا د تره ګرۍ تر اوسنۍ پېښې لمخه هم دلته خطره وه چې له امله یې دوی په ټوله ضلع کې سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي او هم دا وجه ده چي دښمن د شپې په تیاره کې وار وکړ.

د ډي سي زیارت په وینا چې له پېښې پس په ټول زیارت کې امنیتي ګامونه پورته کړل شوي دي، ځکه د وسله والو ډلو به دا هڅه وه چې د مارچ پر ۲۳ نېټه د پاکستان ورځې په اړه د کېدونکیو غونډو برخوال وډاروي خو حکومت به یې مخه ونیسي.

له دغه سیمې د صوبایي اسمبلۍ غړي او د اوبه خور صوبايي وزیر نورمحمد دومړ له مشال راډيو سره په خبرو کې دا پېښه د ځینو بهرنيو قوتونه کړنه وبلله چې د نوموړي په ادعا په صوبه کې امنیت نه غواړي.

د بلوچستان په پښتني سیمو، لورلايي، ژوب، پښین، کلا سیف الله، چمن، زیارت، د کوټې کلیوالو سیمو او زیارت کې له تېرو څو کلونو راهیسې بیا بیا ځايي لېویز سرتېري اوپولیس په نښه کې کېږي. د دغه بریدونو خلاف د پښتنو مذهبي او ملتپالوګوندونو په ګډون پښتون ژغورنې غورځنګلاریونه او احتجاجي غونډې وکړې. په لورلايي کې د پولیس سرتېرو ګومارنې لپارهد ډي ای جي په دوتر کې د ازموینې پرمهال (د ۲۰۱۹ ز کال د جنورۍ پر ۲۹مه نېټه) د ترسره شوي وسله وال برید چې پکې نهه تنه وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل ول پرضد یې پښتون ژغورنې غورځنګ د لورلايي په ګډون په ځینو نورو ځایونو کې پرلت وکړ چې په پایله کې یې د فبرورۍ پر دوهمه نېټه د دغه غورځنګ یوه مخکښ مشر ارمان لوڼی د پولیسو لخوا د نیول کېدو پر مهال مړ شوی وو. یاد غورځنګ ادعا کوي چې لوڼی د پولیسو په تشدد مړ شوی خو پولیس وايي هغه د زړه حرکت د بندیدو لوجې مړ شوی دی.

دا چې په دې سېمه کې د بدامنۍ پېښې زیاتېدل څه معنا لري؟

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر عثمان خان کاکړ په دې اړه مشال راډیو ته ویلي: "له دې دا خبره څرګندېږي چې په جنوبي پښتونخوا کې په شعوري ډول دا عمل په دوامداره توګه روان دی، او امنیتي ادارې یې په مخنیوي کې دلچسپي نه لري. د جنورۍ په ۲۹ مه په لورالايي کې په پولیسو د وسله وال برید نه پس ټولو سیاسي ګوندونو، د تاجرانو اتحادیو او مدني ټولنې د ترهګرۍ پر ضد مظاهره او بیا احتجاجي ناسته وکړه خو په هغه کې هم د پولیسو لخوا ارمان لوڼی ووژل شو. د هغه ګنا دا وه چې په سیمه کې یې د ترهګرۍ مخالفت کاوه."

د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ګوند یو مشر او پخوانی سېنېټر حافظ حمد الله هم په فېبرورۍ کې د مشال راډيو له همکار منور شاه سره په خبرو کې ویلي ول، که په وخت د دې پېښو مخینوی ونه شي نو په اینده کې به د دې قابو کول ګران شي. نوموړی زیاتوي:

"موږ ته داسې معلومېږي چې د ملک او قام دښمنان د بلوچستان په پښتون مېشتو سېمو کې تر یو سازش لاندې بدامني خوروي. دا ډول پېښې اول په پخوانۍ فاټا او خېبر پښتونخوا کې کېدلې چې وروسته یې د دغو سېمو خلک څومره وځپل او په مخنیوي کې یې امنیتي ادارو ته څومره تاوان ورسیده. حکومت او ریاست ته پکار دي چې دې لړۍ ته پام وکړي او اوګوري چې په لورالايي او پشین او نورو سېمو کې دا پېښې څنګه او ولې کیږي؟ او مخنیوی دې یې وکړي."

بلخوا ځايي خبریال سید علي شا وايي حکومت ته پکار دي چې په دې هکله واضحه پالیسي جوړه کړي. د نوموړي په وینا چې څه موده وړاندې په ژوب او قلعه سېف الله کې هم هدفي وژنې او په امنیتي ځواکونو بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې د بلوچستان پښتون مېشتو سېمو امنیت له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

پاکستان کې د ګرونانک کلیزه ولمانځل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG