د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: ځينو سينيټرانو د طاهر داوړ او ارمان لوڼي لپاره انصاف وغوښت


طاهر داوړ
طاهر داوړ

د مسلم لېګ (ن) سينيټر مشاهد الله خان د فرورۍ په پنځه ویشتمه په سېنټ کې وويل چې په بلوچستان کې د احتجاج پر مهال د پولیسو په لاس د ابراهيم ارمان لوڼي وژنه او د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې له اسلام اباده په رڼا ورځ د پوليسو ايس ايس پي طاهر داوړ تر تښتونې وروسته د هغه د مړي موندل کېدل، د حکومت ناکامي ده.

هغه وويل چارواکي دې په دې اړه سپيناوی او انصاف وکړي. ((يو پولیس افسر خپل سپاهي ته وويل چې ارمان لوڼی وواهه. هغه ونه واهه. بيا دې افسر هغه پخپله وواهه او په ډېره بې ايمانۍ يې وواژه. زه د ارمان لوڼي د وژنې غندنه کوم. هر څه ښکاره دي. اوس به موږ څه د پوسټ مارټم راپور انتظار کوو.))

ارمان لوڼی یې په رڼا ورځ وواژه. اوس یې ايف، آی، آر هم نه درج کوي. دا ځکه چې په بلوچستان کې ملکي حکومت هيڅ نه شي کولی.
عثمان کاکړ

د بلوچستان د صحت چارواکي ويلي د پوسټ مارټم لومړی راپور ښيي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر دې مشر، ارمان لوڼي، د فرورۍ په دوهمه تشدد نه وو شوی خو بيا هم ښکاري چې په سر کې يې وينه تم شوې وه. د نورې پلټنې لپاره یې مواد لاهور ته لېږلي دي چې لا یې هم نتيجه نه ده راغلې. تر اوسه د دې پېښې ایف، آي، آر يا د لومړۍ پلټنې راپور هم نه دی درج شوی.

د بلوچستان کورنيوو چارو وزير ضیا الله لانګو د فرورۍ په اتلسمه مشال راډيو ته ويلي وو چې دا کار ځکه نه کوي چې په دې اړه د تحقیقاتو مکملېدو ته منتظر دی. خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سينېټر عثمان کاکړ پرون په پارليمان کې د دې کار د ځنډ وجه په بلوچستان کې د ملکي حکومت واک نه درلودل وښودل: ((موږ هلته د سرحدي امنيتي ځواکونو (ايف، سي) حکومت نه غواړو. هلته ملکي انتظاميه فلج شوې ده. نه د چېف سيکريټري او نه هم د وزیراعلی حېثیت شته. دومره هم د کرايې سپاهيان له ځانه مه جوړوه چې خپل واکونه دلاسه ورکړئ او اساسي قانون پر داو مه لګوئ. تاسو د خپلو خلکو د رايو بې عزتي کوئ.))

خو په بلوچستان کې د حکمران ګوند، بلوچستان عوامي پارټۍ بنياد ايښودونکي او سينيټر انوار الحق کاکړ دا خبرې بدې ومنلې او رد يې کړي. هغه وويل چې ټولې ملکي او پوځي ادارې د پاکستان لپاره کار کوي.

د طاهر داوړ د تښتونې او وژنې پلټنې

ياده دې وي چې د طاهر داوړ مړی د نومبر پر ۱۳مه ډيورنډ کرښې ته څېرمه په ننګرهار ولایت کې وموندل شو. د نوموړي زوی امجد داوړ د فرورۍ په پنځه ويشتمه مشال راډيو ته وويل چې حکومت ورسره د تحقیقاتو لپاره د يوې پارليماني کمېټې د جوړولو وعده کړې وه خو پوره يې نه کړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر، ارمان لوڼی د خپلې خور وړانګې لوڼۍ سره
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر، ارمان لوڼی د خپلې خور وړانګې لوڼۍ سره

هغه زياتوي: ((زموږ غوښتنه د پخوا په شان اوس هم دا ده چې يو نړيوال کمېشن دې زما د پلار د تښتول کېدو او وژل کېدو په اړه پلټنې وکړي. موږ سره پوځ او پوليسو د حکومتي پيکېج له مخې مالي مرسته کړې ده خو تر څو چې موږ د تحقیقاتو کېدو غوښتنه نه وي پوره شوې، ارام نه کښېنو.))

په دې اړه مشال راډيو د کورنيوو چارو وزیر مملکت شهريار افريدي سره د مرکې هڅه وکړه خو دفتر یې وويل چې نوموړی په دې اړه خبرې کول نه غواړي. بلخوا په پارليمان کې د داخله چارو څارنې قايمه کمېټئ مشر او د حکمران ګوند تحريک انصاف غړي، راجه خرم شهزاد نواز مشال راډيو ته وويل په دې اړه به راپور وغواړي. ((د فرورۍ په اته ويشتمه د کورنيوو چارو وزارت موږ ته يو راپور راکوی. د طاهر داوړ او ارمان لوڼي وژنې د بحث په اېجنډا کې نشته خو زه به کوښښ وکړم چې خبرې پرې وشي. ورو ورو به دا مسايل راپورته کوو.))

XS
SM
MD
LG