د لاسرسي ځای

تازه خبر

کلا سیف الله: د وژنو پرضد پیه جام، هړتال او احتجاج دی


د بلوچستان په کلا سیف الله کې د لېوېزوالو دهدفي وژنو پرضد نن پنجشنبه هړتال او پیه جام دی. د کوټې - ژوب سړک د هر ډول ټرافیکو پرمخ تړل شوی دی. دغه کاربندېز په کلاسیف الله کې د لېویزوالو په دوو هدفي بریدونو کې د وژنو پرضد کېږي.

پر لېویزوالو لومړی برید د تېرې یکشنبې ورځې (د سېپټېمبر ۱۶مه) ماښام مهال د کلا سیف الله پر جنکشن وشو چې پکې رسالدار محمد افضل ووژل شو، له دې پس د دغه ښارګوټي پر یوه سرکاري مېلمستون (سرکټ هاوس) پېره دار درې تنه لېویزوال د چارشنبې په شپه د وسله والو تر برید لاندې راغلل چې پکې دوه یې په هغه ورځ په روغتون کې مړه شول او درېم هغه یې نن سهار دکوټې په سیول روغتون کې ساه ورکړه.

د کلا سیف الله ولس نن په احتجاج راوتی دی د حکومت پرضد یې په چیغو کې دا غوښتنه ده چې بې له ځنډه دې د لېویز سرتېرو قاتلان ونیول شي او په سیمه کې دې امنیت پرځای کړي.

د کلا سیف الله ضلعي چارواکیو په دغه ښارګوټي کې ۱۴۴ دفعه لګولې چې له مخې یې نه یوازې پر موټر سایکل د دوو کسانو سورلي بنده ده بلکې پر وسله ګرځولو هم بندېز دی.

د بلوچستان حکومت په کله سیف الله کې پر لېویز سرتېرو د پرلپسې هدفي بریدونو پس د دغه ښارګوټي ډپټي کمشنر له خپلې څوکۍ هیسته کړی دی او په ضلع کې یې د امنیت ساتلو لپاره سخت امنیتي ګامونه پورته کړي دي.

د کلا سیف الله د پېښو پرضد په لورلايي کې هم د سوداګر ټولنې په غوښتنه کاربندېز شوی دی او د ټول ښار سوداګریز مرکزونه تړل شوي دي. ولس پر حکومت غږ کړی چې د کلا سیف الله د لېویزو رسالدار محمد افضل په ګډوند ۳ نور لېویزوالو په وژنه تورن کسان ژر تر ژره ونیسي.

XS
SM
MD
LG