د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لورالايي کې د نا امنۍ لاملونه څه دي؟


د لورالايي باچاخان څلور لاری
د لورالايي باچاخان څلور لاری

پراګ ـ د بلوچستان چارواکي وايي، د فبرورۍ پر۱۶مه، د لورالايي ښار په یو بازار کې نا معلومو وسله والو د ایف سي ځواک دوه سرتېري پر ډزو وژلي دي.

ځايي چارواکي وايي، په دې برید کې یو دوکاندار ژوبل شوی هم دی او بریدګر چې په موټر سایکل سواره وو په تېښته بریالي شوي دي.

د تیرې جنورۍ میاشتې په پای کې هم په یاد ښار کې د پولیسو په مرکزي دفتر وسله وال برید شوی وو چې پکې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دا چې په دې سېمه کې د بدامنۍ پېښې زیاتېدل څه معنا لري؟ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبايي مشر سېنېټر عثمان خان کاکړ په دې اړه مشال رېډیو ته وویل:

"له دې دا خبره څرګندېږي چې په جنوبي پښتونخوا کې په شعوري ډول دا عمل په دوامداره توګه روان دی، او امنیتي ادارې یې په مخنیوي کې دلچسپي نه لري. د جنورۍ په ۲۹ مه په لورالايي کې په پولیسو د وسله وال برید نه پس ټولو سیاسي ګوندونو، د تاجرانو اتحادیو او مدني ټولنې د ترهګرۍ پر ضد مظاهره او بیا احتجاجي ناسته وکړه خو په هغې کې هم د پولیسو لخوا ارمان لوڼی ووژل شو. د هغه ګنا دا وه چې په سېمه کې یې د ترهګرۍ مخالفت کاوه."

د پښتون تحفظ مومنټ یو مشر ابراهیم ارمان لوڼی د فبرورۍ په دوهمه نېټه په لورالايي کې د پولیسو لخوا د نیول کېدو پر مهال مړ شوی وو چې په اړه یې یاد غورځنګ وايي، د پولیسو په تشدد مړ شوی خو پولیس وايي د زړه د حرکت بندیدو لوجې مړ شوی دی.

په لورالايي کې د هدفي وژنو او وسله والو بریدونو په اړه د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ګوند یو مشر او پخوانی سېنېټر حافظ حمد الله وايي، که په وخت د دې پېښو مخینوی ونه شي نو په اینده کې به د دې قابو کول ګران شي. نوموړی زیاتوي:

"مونږ ته داسې معلومېږي چې د ملک او قام دښمنان د بلوچستان په پښتون مېشتو سېمو کې د یو سازش لاندې بدامني خوروي. دا ډول پېښې اول په پخوانۍ فاټا او خېبر پښتونخوا کې کېدلې چې وروسته یې د دغو سېمو خلک څومره وځپل او په مخنیوي کې یې امنیتي ادارو ته څومره تاوان ورسیده. حکومت او ریاست ته پکار دي چې دې لړۍ ته پام وکړي او اوګوري چې په لورالايي او پشین او نورو سېمو کې دا پېښې څنګه او ولې کیږي؟ او مخنیوی دې یې وکړي."

بلخوا ځايي خبریال سید علي شا وايي حکومت ته پکار دي چې په دې هکله واضحه پالیسي جوړه کړي.

"د لورالايي خلک ډېر امن خوښوونکي دي او په تېرو کلونو کې پکې دا ډول پېښې هم نه دي شوي. نو ظاهره ده چې اوس خلک ډېر اندېښمن شوي او د ترهګرۍ پر ضد په هره کچه د اواز پورته کولو هڅه کوي. دوی غواړي چې حکومت او ریاست په دې سېمه کې امنیت پر ځای کړي، دوی ته صحت او تعلیم ورکړي او سېمه د پرمختګ په لاره روانه کړي."

سید علي شا زیاته کړه چې څه موده وړاندې په ژوب او قلعه سېف الله کې هم هدفي وژنې او په امنیتي ځواکونو بریدونه شوي چې په نتیجه کې یې د بلوچستان پښتون مېشتو سېمو امنیت له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG