د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټر اولیا جان وزیر اجرتي قاتلانو وژلی: پولیس چارواکی


د کوهاټ ځايي پولیس، په دغه ښارګوټي کې د مارچ پر ۱۳مه د سترګو ډاکټر پروفیسر اولیا جان وزیر وژنه د شخصي دښمنۍ پېښه وبلله.

ډي پي او کیپټن واحد محمودپه په چارشنبه ناوخته مشال راډیو ته وویل، د وژنې په تور یې دوه کسان نیولي چې د خپل جرم اعتراف یې کړی او ویلي یې دي چې دوی اجرتي قاتلان دي. تورنو کسانو ویلي، د ډاکټر اولیا جان وزیر تربرونو ورته د هغه د وژلو پر سر پیسې منلې وې.

ډاکټر اولیا جان وزیر د کوهاټ ځنګلخېلو په «ګلوبېره چوک» سیمه کې پر موټرسایکل سپرو په ډزو وواژه.

وزل شوی ډاکټر د شمالي وزیرستان د شوې تحصیل اوسېدونکی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG