د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلخ کې د نوي امنیه قومندان ګومارنې د ځینو مخالفت راټوکولی


د افغانستان له بلخ ولایته د تاو تریخوالي راپورونه رارسیدلي دي. د مارچ پر ۱۴مه دغه شخړه له هغه وروسته پیل شوه چې د افغان ولسمشر لخوا نوی ټاکل شوی امنیه قومندان عبدالرقیب مبارز د کمانډویانو په ملتیا مزار شریف ښار ته ورسېد، خو پخواني امنیه قوماندان جنرال محمد اکرام سامع یې مخالفت وکړ.

د بلخ ولایت چارواکي او د امنیه قوماندانۍ چارواکي تر دې ګړۍ رسنیو ته څه نه وايي، خو په مزار شریف کې د مشال راډیو خبریال وايي، غیر مسوله وسله وال کسان چې په شخصي لباسونو کې دی، د بلخ د امنیه قومندانۍ شاوخوا لیدل کېږي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي، دا چې عبدالرقیب مبارز د نوي امنیه قومندان په توګه معرفي کړل شي او که نه؟

په دې اړه همدا اوس د ولایت د ودانۍ دننه بحث روان دی.

تر اوسه د تاو تریخوالي له وجې د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د اکرم سامع د لرې کولو او د نوي امنیه قومندان په توګه د عبدالرقیب مبارز د ټاکل کیدو مخالفت کړی وو.

XS
SM
MD
LG