د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بريتانيا پارلېمان له اروپايي اتحاديې د وتلو وړانديز رد کړ


د بریتانیا پارلېمان.
د بریتانیا پارلېمان.

د بریتانیا د پارلېمان غړیو له اروپايي ټولنې د وتلو په اړه د وزیر وزيراعظمې تېريزا مې پلان په دوهم ځل په اکثریت سره رد کړی دی.

د مارچ پر۱۲مه د بریتانیې د استازو د جرګې یا هاوس اف کامنز غړیو د ۲۴۲ رایو په مقابله کې دغه لوظنامه په ۳۹۱ رایو رد کړه.

وزیر اعظمې له دې یوه ورځ وړاندې ویلي وو چې دغه پلان ته يې بیا کتنه کړې او د ارویايي ټولنې يې قانوني ډاډ ترلاسه کړې.

په پارلېمان کې دا رای په داسې وخت کې ورکول کېږي چې که لوظنامه کېږي او که نه خو بریتانیا به په ۱۷ورځو کې دننه په رسمي توګه له اروپايي ټولنې وځي.

د اروپايي ټولنې د وتلو په اړه پارلېمان د وزير اعظمې تېريزا مې وړاندینې تجاویز د جنورۍ په میاشت کې رد کړي وو.

دا نوې لوظنامه د ټولنې د وتلو د شرایطو په اړه وه چې په کې په راتلونکي وخت کې د بریتانیې او اروپايي ټولنې د اړیکو په اړه څه نه وویل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG