د افغانستان هلمند ولايت د والي له دفتره په د مارچ پر۱۲مه خبرپاڼه کې ويل شوي چې يو ځايي خبريال نثار احمد احمدي د مقناطیسي بم په چاودنه کې ټپي شوی دی.
د خبرپاڼې ترمخه د هلمند والي محمد ياسين دا بريد غندلی او د پلټنو حکم یې کړی دی.
احمدي چې روغتیايي حالت يې ښه بلل شوی دی، سهار د کار په لور روان و چې موټر ته يې ايښودل شوي مقناطیسي بم چاودنه وکړه.
په افغانستان کې د خبريالانو بېلابېلو ټولنو له حکومته د خبريالانو د خوندېتوب غوښتنه کړې او په دې حمله کې د شفافو پلټنو وروسته بريد ګرو ته د سزا غوښتونکي دي.
تر اوسه چا د دې بريد ذمه واري نه ده منلې.