د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې خبرو کې د افغان حکومت ګډون اړین ګڼم: قرېشي


د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د مارچ پر ۱۲مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې له طالبانو سره د سولې د روانو مذاکراتو په وروستي پړاو کې د افغان حکومت ګډون اړین ګڼي.

هغه د جرمني بهرنيو چارو له وزير هايکو ماسو سره په شريکه خبري غونډه کې زياته کړه چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو يوازينی حل خبرې اترې دي.

د نوموړي په خبره له خپل جرمن سيال سره يې د هند او سيمې د حالاتو ترڅنګ د سېلګرۍ او ویزو اسانۍ په اړه خبرې وکړې.

افغانستان او هند پر پاکستان د وسله والو د ملاتړ تور پورې کوي. اسلام اباد دريځ لري چې د ټولو سختدريځو ډلو خلاف بې توپيره کاروايي کوي او امن ته ژمن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG