د پاکستان په شمالي علاقه جاتو کې د نړۍ نهم دنګ غر څوکې ناګا پربت ته دوه غر ختونکو کورنيوو د هغوی د مړينې تصديق کړی دی. دا کسان د برتانیې ټام بلاډز او د ايټلي ډينيل ناردي دي.
د ټام ملګرې سټيفانيه پدروا پرون په ټويټر پاڼه ليکلې چې د دواړو غر ختونکو د مړيني تصديق شوی دی. تر اوسه معلومه نه ده چې دا غرختونکي له غره څخه د غورځېدو او که په واروو کې د ایسارېدو له وجې مړه شوي دي.
د بي بي سي د راپور ترمخه د ايټلي غر ختونکي ډينيل ناردي له څلورو کالو راهيسي پاکستان ته سفرونه کول.