د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت او طالبان دې زغرده خبرې وکړي: انتونیو ګویتېرس


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګویتېرس د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سمدستي خبرو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې سوله یوازې د هر اړخيزو بین‌الافغاني خبرو له لارې تر لاسه کیدای شي.

د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په راپور کې ګویتېرس ویلي:

"اوسني پرمختګونه ښايي په افغانستان کې د ۱۷کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو غوره چانس وي."

نوموړي زیاته کړې چې د سولې یو پایداره توافق ته یوازې د پراخو بین‌الافغاني خبرو له لارې رسېدلی شو.

ګویتېرس زیاته کړې: "زه د دې کړکېچ او د نه منونکي انساني مرګ ژوبلې د پای ته رسېدو لپاره، د سمدستي، مستقیمو او واقعي خبرو اترو د پیل غوښتنه کوم."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همدارنګه په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرو کې د پرمختګ یادونه کړې او هیله‌یې څرګنده کړې چې دا پرمختګونه به د افغان حکومت او طالب وسله‌والو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه پورې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کول رد کړي او ویلي یې دي لومړی باید بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG