د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ځانمرګي بريد ۱۶ کاريګر وژلي


د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي نن سهار پنځه بجې پنځو ځانمرګو بريدګرو هوايي ډګر ته نږدې د (اېم کيو) په نوم پر يوه شخصي ساختماني شرکت ډله ييز بريد وکړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي مشال راډيو ته وويل چې دوو ځانمرګو بريدګرو د شرکت په دروازه کې ځانونه والوځول او پاتې درو ډزې پېل کړې. په بريد کې د شرکت ۱۶ کارکوونکي وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

بلخوا درې بریدګر د افغان پوځیانو له خوا ووژل شول او اوس سیمه تر کنټرول لاندې ده. هېڅ یوې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی. د ننګرهار پر هوايي ډګر باندې چې له ښاره بهر په بهسودو ولسوالۍ کې پروت دی مخکې له دې هم د راکټونو بریدونه شوي.

XS
SM
MD
LG