د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې لپاره د مسکو او واشنګټن اړیکې ګټورې دي: لاوروف


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف

پراګ- په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د هڅو په ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دغو هڅو پر یووالي ټینګار کوي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر وایي، د بین‌ الافغاني مذاکراتو د جوړېدو لپاره د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې ګټورې دي.

سرګې لاوروف د مارچ پر څلورمه په دوحه کې له خپل قطري سیال سره تر خبرو وروسته یوې خبري غونډې ته ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د بین‌ الافغاني مذاکراتو د جوړولو لپاره وخت په وخت له روسي استازیو سره ګوري.

نوموړي وویل: "د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد زما له مرستیال سره وخت په وخت منظمې لیدنې لري. دوی ښې اړیکې جوړې کړې دي. زما په نظر دا یو ګټور کار دی چې په مصنوعي ډول د سیالۍ د هڅو پر ځای هلې ځلې هم‌ غږې شي، ځکه دواړه هم روسیه او هم د امریکا او دغه‌ راز د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه کولای شي په افغانستان کې د سولې د ملي مذاکراتو په پیلولو کې مرسته وکړي او دا د دغه بحران د ختمولو لپاره یوازنۍ لار ده."

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي و چې په دوحه کې د افغانستان د سولې خبرو سره هم‌ مهاله په کابل کې د یوه ملي ټیم په جوړېدو کې پرمختګونه شته او له طالبانو سره بین‌الافغاني مذاکراتو ته امادګي نیسي.

په عین وخت کې ارګ ماڼۍ د سولې د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي د پراخولو په سر کار پیل کړی او په‌ دې اړه‌ یې له سیاسي ګوندونو او ډلو سره سلا مشورې روانې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره د مارچ پر څلورمه په خبري غونډه د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه خوشبینې ښودلې او د افغانستان د سولې په راوستلو کې یې د ټولو رول ستایلی دی.

محمد بن عبدالرحمن ال ثاني له لاوروف سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل چې سوله په جګړې او زور نه‌ شي راتلی.

​ښايي په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د افغانستان د سولې د مذاکراتو پنځم پړاو د مارچ پر دویمه پای ته رسېدلی وی، خو لا تر اوسه د دغو خبرو د ختمېدو په اړه هېڅ لوري څه نه‌ دي ویلي.

د سولې خبرو په‌ دې پنځم پړاو کې چې له تېرو اوو ورځو راهیسې روانې دي د بحث اصلي ټکي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش او له افغانستانه د امریکا پرضد د نه‌ فعالیت تضمینول دي.

ځیني راپورونه وایي چې په‌ دې برخه کې دواړه لوري موافقې ته نېږدې شوي دي، خو لا تر اوسه کوم سند نه‌ دی لاسلیک شوی.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب د مارچ پر دویمه وروسته له هغه ازبکستان ته ولاړ چې په همدې ورځ د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت‌ الله په قطر کې د طالبانو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل.

د افغانستان او ازبکستان حکومتونو تر اوسه په رسمي ډول په‌ دې اړه څه نه‌ دي ویلي، خو د طالبانو په یوې اعلامیه کې راغلي چې په‌ دې کتنه کې کاملوف د افغانستان د سولې په بهیر کې د خپل هېواد د هر ډول مرستې په اړه چمتووالی ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG