د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو افغان سوله کې لېوالتیا ښودلې: ازبکستان


قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر استازي
قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر استازي

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت وايي په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د افغان سولې بهیر پرمخ بیولو په لړ کې له تاشکند سره په همکارۍ کې لېوالتیا ښودلې.

د مارچ پر ۵مه خبرپاڼه کې یې راغلي چې ملا غني برادر د افغانستان بنیادي اډانې لکه انرژي، ټرانسپورټ او د زده کړې سېکټرونو په ودانولو کې د ازبکستان مرستو او هڅو ته هرکلی ویلی.

ازبکستان د برېښنا په برخه کې له افغانستان سره د ۳۲ میلیون ډالرو مرسته کوي چې په مټ به یې د ازبکستان له سورخانهو شمال پلو ته د افغان ولایت تر پل خمري د ۵۰۰-کلوواټو پاور وړونکي برېښنا لیکه غځېږي.

د ازبکستان بهرنيوو چارو وزير عبدالعزیز کاملوف د مارچ پر ۴مه په قطر کې د طالبانو له مشر ملا غني برادر سره لیدلي دي. طالبان دا مهال په قطر کې له امريکايي استازو سره په خبرو بوخت دي. په دې مذاکراتو کې افغان حکومت نه شته.

په خبرپاڼه کې ويل شوې که سوله راشي نو افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د اقتصادي او تجارتي اړيکو پراخولو لپاره د باور او همکارۍ پر يوه پله بدلېدلی شي.

دا کاملوف او برادر لیدنه د ازبکستان حکومت او طالب استازیو ترمنځ د لوړې کچې رسمي رابطه ده. تر دې وړاندې د ۲۰۱۸م کال په اګست کې طالب مرکچي شېر محمد ستانکزي ازبکستان ته سفر کړی وو.

د افغانستان حکومت په ۲۰۱۸م کال له ازبکستان سره یو تړون لاسلیک کړی وو چې له مخې به یې د ازبکستان له هیرتانه تر شمالي افغان ښار مزار شریف د اورګاډي پټلۍ غځول کېږي.دغه تړون ته د یوه پراخ اقتصادي پرمختګ په سترګه کتل کېږي ځکه چې د افغانستان تر نیمايي پورې درامدات د هیرتان له لارې راتېرېږي.اسیايي پرمختیايي بانک په اندازه چې دغه پروژه به پر پوله څلورګونه وړتیا زیاته کړي.

ازبکستان د برېښنا په برخه کې له افغانستان سره د ۳۲ میلیون ډالرو مرسته کوي چې په مټ به یې د ازبکستان له سورخانهو شمال پلو ته د افغان ولایت تر پل خمري د ۵۰۰-کلوواټو پاور وړونکي برېښنا لیکه غځېږي.

د ازبک-اینرګو (د ازبکستان انرژۍ) مشر اولګوبېک مصطفوي ویلي له دغه ۲۶۰ کلومیټره اوږدې بریښنا وړونکې لیکې له غځېدو سره به ازبکستان د دې جوګه شي چې افغانستان ته تر ۷۰ فیصده د برېښنا برامد زیات کړي.اسیايي پرمختیايي بانک هم په دغه پروژه کې د ۷۰ میلیون ډالرو ورکولو ژمنه کړې، چې د بشپړېدو ټول لګښت یې ښايي تر ۱۵۰ میلیون ډالرو پورې وي.

XS
SM
MD
LG