د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په ننګرهار کې داعش کمزوری شوی'


د ننګرهار نقشه
د ننګرهار نقشه

د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي ادعا کوي چې هلته د اسلامي دولت وسله والو خلاف پوځي عملیاتو په ټول افغانستان کې د دې ډلې فعالیت کمزوری کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیاڼي بېګا [د فبرورۍ پر اتمه] مشال راډیو ته وویل چې د داعش ډېر غړي په ننګرهار کې په پوځي عملیاتو کې ووژل شول،۴۰۰ وسله وال یې ونیول شول او ډېر مرکزونه یې ویجاړ شول.

عطالله خوګیاڼي وویل، د هغوی تبلیغاتي مسولین، د پلانونو جوړوونکي او د مالي چارو منتظمین په ننګرهار کې ووژل یا ونیول شول.

نوموړي زیاته کړه چې د داعش پرضد په خاصو عملیاتو کې نړیوالو ځواکونو د افغانستان د پوځ ملاتړ کاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG