د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په ننګرهار کې دوه ځانمرګي بریدګر نیول شوي'


د ننګرهار نقشه
د ننګرهار نقشه

افغان ځواکونو د فبرورۍ پر۲۶مه په ننګرهار کې هغه دوه کسان نيولي دي چې د چارواکو په وینا غوښتل يې کابل ته لاړ شي، نيولي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د فبرورۍ پر ۲۶مه په جلال اباد کې خبريالانو ته وويل چې په نیول شوو کې ځان وژونکو بریدګرو کې یو پاکستانی او بل د کونړ ولایت اوسیدونکی دی.

نیول شوو کسانو له ميډیا سره په خبرو کې دا منلې ده چې دوی غوښتل په کابل کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.

تېره اوونۍ امنيتي ځواکونو په جلال اباد کې له ۱۰زرو چاوديدونکو موادو وړونکی موټر هم نيولی وو.

دا مواد له پاکستانه ورغلو سيمټو بوجيوو کې ځای پر ځای شوی وو.

XS
SM
MD
LG