د لاسرسي ځای

تازه خبر

خانوزي او بیلجیم کې پښتنو د ترهګرۍ ضد لاریونونه وکړل


بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې ولسي غونډې ته د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین وینا کوي. ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۸
بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې ولسي غونډې ته د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین وینا کوي. ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۸

د پښتون ژغورنې تحریک غړیو د فبرورۍ پر ۲۰مه د بلوچستان په خانوزي سیمه او د بیلجیم هېواد په برسلز ښار کې مظاهرې وکړې او له پاکستاني حکومته یې د ترهګری ختمولو، د ځینو ډلو لخوا په خلکو کې د ویرې خورلو او د پښتنو د وژنو مخنیوي ترڅنګ ځېنې نورې غوښتنې وکړې.

د خانوزي په لوی بازار کې د لاریون یو منتظم ډاکټر مزمل کاکړ له مشال رېډيو سره په خبرو کې تور پورې کړ چېڅو ورځې وړاندې ځینو کسانو په سیمه کې د ویرې خورولو هڅه کړې وه نو ځکه یې دوی پرضد د چارشنبې پر ورځ د عوامي امن مارچ په نوم لاریون وکړ.

(یوه اوونۍ وړاندې زموږ په سیمه کې ځینو ورانکارو د پاکستان تحفظ مومنټ په نوم مظاهره کړې وه او له ځان سره یې وسلې راوړې وي، په سیمه کې یې د ویرې ماحول جوړ کړې وو. له دوې سره له خانوزي یو تن هم نه وو ملګری خو له ځان سره یې له نورو سیمو کسان راوستي ول. دوی د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د هند وزیراعظم نریندر مودي په عکسونو نښې راښکلې وي. موږ ورته ویل چې له افغانستان او هند سره زموږ هېڅ کار نشته. په دې لړ کې موږ د پاکستان تحفظ مومنټ په نوم د مظاهرچیانو خلاف د چارشنبې پر ورځ مظاهره وکړه او د پاکستان له ریاسته مو وغوښتل چې موږ پخپله سیمهکې داسې کسان نه منو.)

په بلوچستان کې وکیل صادق خان علیزي مشال رېډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت د امن لپاره غږ پورته کونکي نیسي خو د هغو کسانو پرضد ګامونه نه پورته کوي چې ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو ترهګر ګرځولي دي.

(ریاست د ترهګرو او ورانکاریو ډلو خلاف کارروايي نه کوي، د فبرورۍ پر پینځمه په اسلام اباد کې د ارمان لوڼي د وژنې خلاف ګڼ مظاهره چیان ونیول شول، د ارمان لوڼي د وژنې ایف ای آر نه درجوي او جیش محمد په څېر ډلو ښکاره احتجاجونه کول او هغوی یې نه نیول.)

د پاکستان پوځ وايي، د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې یې د وسله والو پر ضد بې له توپيره عملیات کړي دي او ګڼې سیمې یې له وسله والو څخه پاکې کړې هم دي.

د پښتون ژغورنې تحریک غړي ارمان لوڼي کورنۍ وايي چې هغه د فبرورۍ پر دویمه نېټه د پولیسو په مبینه تشدد کې وژل شوی دی خو پولیس وايي، د پېښې پلټنې دوام لري.

د بلوچستان چارواکي وايي، د ارمان لوڼي د وژنې ایف ای آر ځکه نه درجوي چې په دې لړ کې تحقیقات پوره شوي نه دي. د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو د فرورۍ په اتلسمه مشال راډيو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د بلوچانو په شان پښتانه هم هڅول کېږي چې د پاکستان خلاف راپورته شي. نوموړي ونه ويل چې دا هڅونه څوک کوي خو زياته یې کړه چې دوی یې د مخنيوي حق لري.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په غږ ځینو پښتنو په اروپا کې هم مظاهره کړې دي.

په بیلجیم کې د پښتون ژغورنې تحریک یو مخکښ عابد جان مشال ريډیو ته وویل چې دوې د فبرورۍ پر ۲۰مه په برسلز ښار کې د پاکستان سفارتخانې مخې ته د ارمان لوڼي او د نورو بې ګنا پښتنو د وژنې خلاف احتجاجي مظاهره وکړه. نوموړي زیاته کړه، په دې مظاهره کې له جرمني، هالینډ ، فرانس او برتانیې څخه راغلیو کسان ګډون وکړ.

(موږ نړی ته دا ښودل غواړو چې پښتانه د خپلو جایزو غوښتنو او حقونو لپاره راپورته شوي دي خو دغه مبارزان وژل کېږي نو دا هم د ارمان لوڼي او د ټولو هغو پښتنو د وژنې خلاف احتجاج دی چې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.)

پښتون ژغورنې تحریک د ماورای عدالت وژنو د مخنیوي ترڅنګ د ځینو نورو مسلو هوارولو لپاره مبارزه کوي او د پاکستان پوځ وايي چې د دې تحریک ځینې غوښتنې منل شوې او د نورو لپار هم کار روان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG