د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمان لوڼي د وژنې مقدمه لا نه ده درج شوې


ارمان لوڼی
ارمان لوڼی

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي کې د فرورۍ پر دویمه د پولیسو په مبینه تشدد کې د وژل شوي ارمان لوڼي د قتل ایف آی ار لا هم نه دی درج شوی.

په لورالايي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي غړي او د ارمان لوڼي د وژنې عیني شاهد قیوم اتمانخېل مشال راډیو ته وویل ، هره ورځ ورځي خو پولیس ایف آی ار نه درجوي.

قیوم اتمانخېل وویل ، “د فرورۍ له دویمې مسلسل تاڼې ته ورتلم خو هغوي مې درخواست نه اخیستی او بیا پر اته تاریخه ایس پي ته ورغلم ، درخواست مې ورکړ او له هغه وروسته هره ورځ تپوس کوم خو دوي موږ ته هیڅ ځواب نه راکوي او ایف ای ار تر اوسه لا نه دی درج شوی.”

د بلوچستان د صنعت او سوداګرۍ صوبايي وزیر محمد خان تور اتمانخېل مشال راډیو ته وویل چې د ایف ای ار نه درج کېدو وجه دا ده چې د ارمان لوڼي د مرګ وجه نده مالومه.

ده وویل ، “ایف ای ار خو به هغه وخت کېږي چې په میډیکل رپوټ کې دا ثباته شي چې له ده سره ظلم شوی وي او چا وژلی وي خو په میډیکل رپوټ کې څه نشته اوس حکومت ایف ای ار پر چا درج کړي. داسې خو ایف ای ار نه کېږي. دوي تر ټولو له مخه زموږ یو اې ایس ای دی هغه یې نامزد کړی دی او هغه پر دې موقع نشته.”

د پولیسو دا اې ایس پي عطا الرحمان ترین نومېږي کوم چې تر پېښه څو ورځې وروسته په یو بیان کې ادعا کړې وه چې دی پر دې موقع نه وو موجود.

خو د قیوم اتمانخېل په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې نور عیني شاهدان وايي ، ارمان لوڼی اې ایس پي عطاالرحمان ترین پر مغزي د ټوپک په کنداغ وواهی او هغه له هم دې مړ شو.

صوبايي وزیر محمد خان تور اتمانخېل وايي ، د دې کسانو ګواهي ځکه د منلو وړ نه ده چې د ده په وینا ، هغوي د ارمان لوڼي ملګري دي.

نوموړي وویل ، “ چې څوک د ارمان لوڼي ملګری وي او پر دې موقع ورسره وي نو هغوي خو به خامخا دغه خبرې کوي چې تشدد وشو ، پولیسو وکړ یا فلانکي وکړ. او پولیس به وايي چې موږ لاس هم نه دی وروړی. دا مهم ځای وو خو نور شاهدان هم شته. داسې نه ده چې یا به د پي ټي ایم ګواهي قبلېږي او یا به د پولیسو ګواهي قبلېږي. هغوي دواړه قریقین دي”.

محمد خان تور اتمانخېلوویل پښتون ژغورنې غورځنګ پر حکومت باور نه لري نو ځکه دوي د حکومت په توګه دا غوښتنه کوي چې عدالتي کمېټۍ دې جوړه شي خو د ده په وینا ، د هغه لپاره بیا غورځنګ مطالبه نه ده کړې.

خو قانون پوه صادق خان علیزی دا دلیل نه مني او وايي ، د قانون له مخې دا د پولیسو زمه واري ده چې د داسې پېښو لومړی ایف ای ار درج کړي او بیا وروسته د لګول شوو تورونو په اړه تحقیقات وکړي.

اډوکېټ صادق خان عليزي زیاته کړه چې د ارمان لوڼي له کورنۍ ، په بلوچستان کې د وکیلانو له اتحادیې او پښتون ژغورنې غورځنګ سره تر سلا مشوره وروسته یې پرېکړه کړې چې د ایف ای ار درجولو لپاره عدالت ته لاړ شي.

ده وویل ، “چې کله پولیس د چا ایف ای ار نه درجوي نو هغه په کریمینل پروسیجر کوډ نومي قانون کې د – ۲۲ اې – دفعې له مخې سېشن کورټ ته درخواست ورکړي او هغه بیا تر بحث وروسته دا واک لري چې په پولیسو ایف ار درج کړي.”

بل پلو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي نصرالله زېري مشال راډیو ته وویل چې د ارمان لوڼي د قتل په اړه یې پر حکومت د فشار زیاتولو لپاره په اسمبلۍ کې تحریک التوا وړاندې کړی او منظور کړی دی.

نصرالله زیري وویل ، “ موږ اپوزېشن ګوندونه پر دې سلا شوی چې د ارمان لوڼي د قتل په اړه دې په اسمبلۍ کې بحث وشي چې هغه ولې ووژل شو ، پولیسو ولې دا تشدد وکړ او ولې یې لا هم ایف ای ار نه دی درج شوی. نو هغه تحریک منظور شو او د فرورۍ له ۱۴مې به د اسمبلۍ په پیل کېدونکې غونډه کې بحث کېږي او حکومت به خپل موقف وړاندې کوي.”

د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی محمد ابراهیم ارمان لوڼی د فرورۍ پر دویمه په لورالايي کې تر پرلت وروسته د پولیسو په داسې مبینه تشدد کې وژل شوی وو کوم چې پولیس نه مني.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په غوښتنه د ارمان لوڼي پر وژنه د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې داسې احتجاجي مظاهرې وشوې چې تر اوسه د کوم بل پښتانه پر وژنه ښايي نه وي شوې.

XS
SM
MD
LG