په بلوچستان کې د سختو بارانونو او واورې له امله حکومت په صوبه کې بیړني حالات اعلان کړي دي.
د مشال راډیو خبریال وايي، د موسمي حالاتو له امله په سیمه کې ځينې لارې بندې شوي او ځینې کسان کورونو پرېښودو ته هم اړ شوي دي.
د باران له امله زیاتره متاثره سیمې لسبیله، ګوادر او پسني دي.
په لسبیله کې تر ۲۰۰ زیات کورونه متاثره شوي دي.
د واورې له امله په کلاسیف الله کې د مرغه فکرزي او لوې بند لارې هم بندې دي.
د فبرورۍ پر ۲۰مه د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان په بیان کې له ځپل شویو سره د مرستې باور ورکړی دی او د مرستې لپاره یې پر پوځ هم غږ کړی دی.