د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې له هند سره ولاړ يو: امريکا


د هندي کشمير په پلواما کې د بريد انځور
د هندي کشمير په پلواما کې د بريد انځور

پراګ - د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له خپل هندي سیال اجیت دووال سره نن [د فبرورۍ پر ۱۶مه] پر ټېليفون خبري کړي او د ترهګرۍ پر ضد يې د مبارزې لپاره د ملاتړ څرګندونه کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، د ملي امنیت په برخه کې د هند او امریکا سلاکارانو په ګډه کار کولو لپاره هوډ څرګند کړ او ویلي يې چې پاکستان د جېش محمد او نورو هغو وسله والو ډلو لپاره یو خوندي ځای دی چې په سیمه کې هندي ، امریکايي او نور پوځیان په نښه کوي.

له دې وړاندی د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پومپيو ويلي و چې "د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې له هند سره ولاړ دی او پاکستان بايد ترهګرو ته خوندي ځای ور نه کړي کوم چې د نړیوال امنيت لپاره ګواښ دي". نوموړي دا خبره پرون [د فبرورۍ پر ۱۵مه] په ټويټر پېغام کې کړې او پر هندي ځواکونو يې د ترهګر بريد غندنه کړې ده.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي پر هند غږ کړی چې د پلوامه د پیښې ثبوتونه دې له پاکستان سره شریک کړي. تېره ورځ له امریکا غږ سره په خبرو کې قرېشي وويل چې په پلوامه کې کوم ځاني نقصان شوی، د هغې غندنه کوي. نوموړي زیاته کړه چې هند دې بې له څه ډول پلټنو پر پاکستان تورونه نه لګوي.

د فبرورۍ پر ۱۴مه د هند تر انتظام لاندې کشمير په پلوامه کې پر نيمه پوځي سرتيرو يو ځانمرګي بريد کې ۴۴ کسان وژل شوي ول چې ذمه واري یې پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جيش محمد منلې وه.

له دې پيښې وروسته د هندي وزير اعظم نريندرا مودي په ګډون نورو هندي چارواکو تور پورې کړ چې د دې بريد تر شا پاکستان لاس لري او پر ضد به یې سخت غبرګون وښيي خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG