د لاسرسي ځای

تازه خبر

که پاکستان کاروايي نه کوي، موږ به خپله له ترهګرو بدل اخلو: ايران


د ايران اسلامي انقلابي ساتندويان (ارشيف ۲۰۱۸)
د ايران اسلامي انقلابي ساتندويان (ارشيف ۲۰۱۸)

پراګ - ايران پر پاکستان غږ کړی دی چې د هغو وسله والو پر ضد دې کاروايي وکړي چې د تهران په وینا د فبرورۍ پر ۱۳مه یې له پولې سره نږدې د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک ۲۷ تنه وژلي ول.

د ایران په جنوب ختیځ کې د دې برید مسوليت جېش العدل منلی و.

د ایران سرکاري رسنۍ نن د انقلاب ساتونکی ځواک د قومندان جنرال محمد علي جعفري په حواله ویلي، که پاکستان خپلې ذمه وارۍ نه پوره کوي نو ایران به له ترهګرو د بدل اخیستو لپاره پخپله سزا ورکړي.

ايران تور پورې کوي چې جېش العدل سني سختدريځه ډله په پاکستان کې مېشته دی او د پاکستان حکومت پناه ورکړې ده. پاکستانيو چارواکو د ایران لخوا د دې تازه تورونو په اړه لا څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG