د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند تر واک لاندې کشمیر کې ځانمرګي برید ۴۴ هندي عسکر وژلي


هندي عسکر د برید د ځای جاج اخلي
هندي عسکر د برید د ځای جاج اخلي

هند له پاکستانه غوښتنه کړې چې پر خپله خاوره د فعالو ترهګرو ډلو پرضد ګامونه پورته کړي.

دا له هغه وروسته ده چې د فرورۍ پر ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمیر کې په ځانمرګي برید کې ۴۴ هندي سرتېري ووژل شو.

پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد د جمو کشمیر پر لوی سړک پر هندیو سرتېرو د شوي دې بریدذمه واري منلې ده.

دا په دې لانجمنه سیمه کې په لسیزو کې یو له خونړیو بریدونو بلل کیږي.

تر برید څو ساعته وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان غږ وکړ چې د ترهګرو او وسله والو ډلو ملاتړ دې پرېږدي کومې چې د دوي په وینا د پاکستان له خاورې پر نورو هیوادونو بریدونه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې پر دې برید اندېښنه ښودلې ده خو وايي اسلام اباد د هندي حکومت او رسنیو له لوري بې له تحقیقاتو له پاکستان سره د دې برید د تړاو تور ردوي.

سپينې ماڼۍ په یوه بیان کې له پاکستانه غوښتنه کړې چې په سمدستي توګه دې د هغو وسله والو ډلو ملاتړ بند کړي چې له پاکستانۍ خاورې فعالیتونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG