د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او امریکا: پاکستان دې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي


هندي چارواکي وايي، موټر بم برید د سرتېرو پر قافله شوی
هندي چارواکي وايي، موټر بم برید د سرتېرو پر قافله شوی

پراګ - هند او امریکا له پاکستانه غوښتي چې پر خپله خاوره د فعالو ترهګرو ډلو ضد اقدامات وکړي.

دواړو هېوادونو دا غوښتنه تر هغې ساعتونه وروسته کړې چې د فبرورۍ پر ۱۴مه، د هند تر واک لاندې کشمیر کې په موټر بم ځانمرګي برید کې ۴۴ هندي سرتېري ووژل شول.

پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد د جمو او کشمیر پر لویه لار له سرینګر سره نېږدې د دې برید ذمه واري منلې.

هندیو چارواکو ویلي، دا حمله هغه مهال شوې چې د ملېشې سرتېرو قافله پر لویه لار روانه وه.

د دوی په خبره، ځانمرګي بریدګر له چوونکو موادو ډک ګاډی د سرتېرو له قافلې سره وجنګاوه.

دا په تېرو دوو لسیزو کې په سیمه کې له خونړیو بریدونو څخه یو بلل کېږي.

تر حملې وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې پر اسلام اباد غږ وکړ چې پر خپله خاوره د "هغو ترهګرو او وسله والو ډلو ملاتړ" ودروي چې په نورو هېوادونو کې بریدونه کوي.

هندي وزیراعظم نرېندرا مودي پر ټوېټر په بیان کې د برید غندنه کړې او لیکلي یې دي چې د سرتېرو دا قرباني به ضایع کېدو ته نه پرېږدي.

په عین وخت کې سپینې ماڼۍ هم په یوه بیان کې له پاکستانه غوښتنه کړې چې "سمدستي دې پر خپله خاوره د فعالو ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي."

بیان زیاتوي چې په کشمیر کې برید له هند سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ پراخولو لپاره د امریکا هوډ پیاوړی کوي.

هند له اوږدې مودې راهیسې پر پاکستان تور پورې کوي چې په کشمیر کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي خو اسلام اباد په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د خپلواکۍ د حق لپاره د کشمیریانو ډېپلوماټیک ملاتړ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند تر واک لاندې کشمیر کې پر ځانمرګي برید "سخته اندېښنه" ښودلې.

د فبرورۍ پر ۱۴مه، د وزارت په بیان کې راغلي، اسلام اباد د هندي حکومت او رسنیو له لوري "بې له تحقیقاتو له پاکستان سره د هغې حملې د تړاو تور ردوي."

په کشمیر کې تازه برید ښايي د نوي دلي او اسلام اباد تر منځ ستونزې ژورې کړي.

په اسلام اباد کې خبریال او شنونکی طاهر خان وايي، د حملې ذمه واري جیش محمد ډلې منلې چې تر هغې وروسته ښايي پر پاکستان فشار زیات شي.

د ده په خبره، د کشمیر موضوع د اسلام اباد او هند دواړو لپاره ډېره مهمه ده.

پاکستان او هند پر کشمیر د دعوې له کبله جنګونه هم کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG