د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د روان کال لپاره خپله حج پاليسي اعلان کړه


په سعودي عرب کې حاجیان
په سعودي عرب کې حاجیان

د پاکستان حکومت د روان کال لپاره خپله حج پاليسي اعلان کړې چې له مخې به يې يو لک څلور اتيا زره دوه سوه لس (۱۸۴۲۱۰) پاکستانيان حج ته لېږل کېږي.

د پاکستان د مذهبي چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۲مه د حج پاليسي په اعلانولو سره وويل تر سرکاري سکيم لاندې د درخواستونو ورکړه د فبرورۍ له ۲۵مې پېليږي چې تر شپږم مارچ به دوام ولري.

سږ کال د پنجاب، خېبرپښتونخوا او اسلام اباد څخه تر سرکاري سکيم لاندې حج ته تلونکي کسان به څلور لکه اووه ديرش زره (۴۳۷۰۰۰) روپۍ او له سيند او بلوچستان صوبو څخه تلونکي حاجيان به څلور لکه اوويشت زره (۴۲۷۰۰۰) روپۍ ورکوي.

حکومت سږ کال په سرکاري حج پېکج کې سړي سر د يو لک شپږ پنځوس زره (۱۵۶۰۰۰) روپيو اضافه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG