په بنو کې د هوان توغندي په چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي دي.
ځايي پولیس وايي، دا پېښه د جنورۍ پر ۲۹مه ماښام په هوېد په سیمه کې شوې ده او وژل شوي کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
د بنو د پولیسو ویاند محمد اصف حسن د دې پېښې په اړه مشال راډیو ته وویل:"دا د ترهګرۍ پېښه نه وه. د ناچاودیدلو مهماتو د چاودیدو له کبله شوې ده. تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ورته پېښې مخې ته راغلي دي."
په دې اړه بشپړه راپور د غږ په ځای کې اورېدای شئ.