د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لپاره ځانګړي روسي استازي کابلوف له پاکستانیو چارواکیو سره لیدلي


د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په سېشنبه له پاکستانیو چارواکیو سره خبرې پيل کړې دي. نوموړي بېګا پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي کابلوف نن په اسلام اباد کې له خارجه وزیر شاه محمود قرېشي او د وزارت له سیکرېټرې تهمینه جنجوعه سره وکتل او په افغانستان کې یې د سولې پر موضوع خبرې ورسره کړې دي.

روسیې په دا ورستیو کې د افغان لانجې د سياسي حل لپاره سفارتي کوششونه کړي او د نومبر په مياشت کې یې په مسکو کې يو کنفرانس ته د طالبانو استازي هم وربللي ول. روسي چارواکي وايي دوی په د مسکو فارمېټ په نامه د افغان مسلې هوارولو لپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکړي او کېدای شي راتلونکې مياشت يوه بل کنفرانس هم جوړ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG