د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا-پاکستان اړیکو نوی اغاز


پاکستان: د افغان سولې لپاره ځانګړی امریکايي استازی ځلمی خلیلزاد له پاکستاني وزیر اعظم عمران خان سره په اسلام اباد کې ویني. جنوري ۱۸مه ۲۰۱۹

د امریکا په سېنېټ کې د عدلیې کمېټۍ مشر او د ریپبلېکن ګوند سیاستوال سېنېټر لېنډزي ګراهم د جنورۍ پر ۲۰مه په اسلام آباد کې له وزیراعظم عمران خان سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، له پاکستان سره یې پر راکړه ورکړه ولاړ تعلقات تېروتنه وبلله.

نوموړي زیاته کړه: ''د ۲۰۰۱ز کال په سېپټېمبر کې پر امریکا له حملو پس یې هېواد له پاکستان سره تعلق تر ډېره پر ورکړه -راکړه ولاړ وو. او وزیراعظم عمران خان هم وايي چې د دې ورکړې، راکړې تعلق نه ساتل غواړي او له امریکا سره ستراتیژیک تعلقات جوړول غواړي.''

افغانستان سختدریځو ته نه پرېږدو: امریکايي سېنېټر

د پاکستان بهرنیو چارو پخوانی سیکرېټري شمشاد احمد د امریکايي سېنېټر لينډزي ګراهم ورستیو څرګندونو ته کتو له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، ''په لومړي وار واشنګټن او اسلام اباد په يوه نکته یوه خوله شوي دي، هغه دا چې دواړه هېوادونه په افغانستا ن کې امن غواړي.''

د شمشاد احمد په خبره همدا هغه نکته ده چې د دواړو هېوادونو ګټې يوځای شوې دي او دا ډېر ښه پيل دی.

خو پخوانې سفارتکار ایاز وزير بیا په دې اند دی چې ښايي امریکا په دې پوهېدلې وي چې دپاکستانۍ مرستې پرته افغان شخړه نه شي هوارېدلای نو ځکه اسلام اباد له پامه نه شي غورځولی.

''شايد امریکا ته دا احساس وشو، ځکه چې ډو نالډ ټرمپ هم هغه دې چې پخوا به يې په خپلو ټويټر پيغامونو او خبرو اترو کې پاکستان ته بد رد وييل خو ددې باوجود یا خو دې ته مجبور شو او یا ورته دا احساس وشو چې د پاکستان رول مهم دې نو وزير اعظم عمران خان ته يې خط وليکلو، چې د افغانستان په شخړه کې زموږ مرسته وکړه.''

په تېره يوه اوونۍ کې د افغانستان سولې لپاره د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد، د امریکا بهرنيو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي ليزا کرټس، د امریکا مرکزي پوځي کومندانۍ مشر جنرل جوزف ووټل او سېنېټر لينډزي ګراهم پاکستان ته سفرونه وکړل چې ښايي دا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو نوی اغاز وي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د فرورۍ د شلمې ويډيويي خبرونه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG