د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد له جنرال باجوه او نورو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي


زلمي خلیلزاد د جنورۍ پر ۱۷مه په اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره ولیدل
زلمي خلیلزاد د جنورۍ پر ۱۷مه په اسلام اباد کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره ولیدل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد د جنورۍ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمدفیصل نن په ټویټر لیکلي دي چې خلیلزاد په افغانستان کې د جګړې د بندولو لپاره د خپلو هڅو په اړه قریشي ته معلومات ورکړل او قریشي هم خلیلزاد ته د سولې له هڅو سره د پاکستان د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تر دې مخکې د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر د جنورۍ ۱۷مې پر ماخوستن په یوه بیان کې ویلي، خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي مشر جنرال سکاټ مېلر ماښام مهال په راولپېنډۍ کې د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره ولیدل او ورسره یې د سولې پر بهیر او سیمه ییز امنیت خبرې وکړې.

بیان د جنرال باجوه له خولې ویلي چې پاکستان به د افغانستان تلپاتې سولې لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

تر دې مخکې، زلمي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له سېکرټرې تهمینې جنجوعه سره هم ولیدل او ورته یې د سیمې سفر او د افغانستان د جوړجاړي د هڅو په اړه معلومات ورکړل.

زلمي خلیلزاد په خپل اوسني سفر کې تر هند، چین او افغانستان وروسته دا مهال د پاکستان په سفر دی.

په پاکستان کې شنونکي وايي، خلیلزاد هڅه کوي چې د افغانستان په سوله کې د اسلام اباد زیاته همکاري ترلاسه کړي.

په پېښور کې د سیمه ییزو چارو پوه او خبریال شمیم شاهد وايي، واشنګټن ګڼي چې اسلام اباد کولای شي طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته تیار کړي.

خبریال او شنونکی رحیم الله یوسفزی وايي، امریکا غواړي چې که افغان طالبان له کابل سره خبرو ته نه حاضرېږي نو اسلام اباد دې یې پر وړاندې اقدام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو چې د ۲۰۱۸ز کال په سېپټېمبر کې زلمي خلیلزاد ته د افغانستان د سولې بهیر پیلولو دنده وسپارله، نو له هغه وخت راهیسې نوموړي د سیمې هېوادونو ته درې سفرونه کړي او دا یې څلورم هغه دی.

په تېرو درو سفرونو کې خلیلزاد په قطر او متحده عرب اماراتو کې د طالبانو له استازو سره هم لیدلي خو دا ځل یې ورسره ملاقات نه دی شوی.

طالبان وايي، له خلیلزاد سره یې ملاقات د اجنډې پر سر د اختلاف له کبله ونشو.

افغان طالبانو د جنورۍ پر ۱۵مه په یوه بیان کې خبرداری ورکړی دی چې که امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستل د خبرو اترو په اجنډا کې ورشامل نه کړي، اوسنۍ رابطې به ورسره ختمې کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، د امریکا استازو د قطر د پلازمېنې دوحې په وروستۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې د خبرو په راتلونکو پړاوونو کې به له افغانستانه د سرتېرو پر ایستلو وغږېږي، خو د طالبانو په وینا، اوس امریکا د دې بحثونو دوام ته لېوالتیا نه‌ ښيي.

ویل کېږي چې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت او طالبانو پر مخامخ خبرو او د اوربند پر منلو ټینګار کوي، خو طالبان دا شرطونه نه‌ مني.

XS
SM
MD
LG