د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد له عمران خان سره پر افغان سوله غږېدلی


وزیر اعظم عمران خان له زلمي خلیلزاد سره د ملاقات پر مهال.

پراګ - د پاکستان وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا د پاکستان هغه هوډ تکرار کړی چې په افغان سوله کې خپلې هڅې نه سپموي. دا خبره نوموړي په افغان سوله کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د حنورۍ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د ملاقات پر مهال وکړه.

د پاکستان د وزيراعظم پرون [جنورۍ ۱۸مه] په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې زلمي خليلزاد له وزيزاعظم عمران خان سره د افغان سولې د هڅو په لړ کې د خپلو سفرونو په اړه معلومات شريک کړل او په ځواب کې عمران خان په دې لړ کې د پاکستان د مرستې ژمنتيا تکرار کړه.

زلمی خليلزاد د افغان سولې په لړ کې سيمې ته د خپلو سفرونو په څلورم پړاو کې دی او نوموړي له دې وړاندې هند، چين او افغانستان ته سفرونه وکړل. خليلزاد د جنورۍ پر ۱۷مه پاکستان ته ورسېدی. نوموړې له وزيراعظم سره تر ليدو وړاندې د دې هېواد د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه او بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي سره هم ملاقاتونه وکړل.

دا چې د افغان سولې په لړ کې د پاکستان رول ته ولې دومره ارزښت ورکول کېږي؟ ليکوال او د سيمه ييزو چارو شنونکی احمد رشيد وايي چې خليلزاد هر هغه هيواد ته سفر کوي چېرې چې د طالبانو مشران اوسېږي.

((د طالبانو رېښتوني او لوړ پوړي مشران په پاکستان کې دي نو ځکه د سولې په دې پروسه کې د پاکستان ارزښت زيات دی.))

د نوموړي په وينا خليلزاد د پاکستان په شمول له بېلا بېلو حکومتونو سره خبرې کوي تر څو طالبان دې ته قانع کړي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. خو طالبان تر دا مهاله له افغان حکومت سره خبرو ته نه دې رضا شوي.

احمد رشيد وايي له کله راهيسې چې له افغان طالبانو سره خبرې اترې پېل شوي، هغوي پر دوو غوښتنو کلک ولاړ دي. یوه دا چې هغوي د خپلو بندیانو خوشي کېدل غواړي او بله دا چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل يې د سر غوښتنه ده. د رشيد په خبره د خبرو اترو بهير ښه عمل دی خو دا خبرې اترې مخکې پړاو ته هم تلل پکار دي.

بلخوا د پاکستاني حکومت ځېنو سرچینو مشال راډیو ته ویلي، له طالبانو سره به د امريکا بله غونډه په اسلام اباد کې کېږي خو د دې غونډې د دقیقې نیټې او جوړښت په اړه يې نور معلومات نه دې ورکړي.

پر دې سربېره ځېنې داسې راپورونه هم خپاره شوي ول چې زلمي خليلزاد دا ځل په اسلام اباد کې د طالبانو له استازو سره ليدلي دي خو طالبانو راپورونه رد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر ۱۸مه پر ټويټر په یو پیغام کې ویلي چې د امریکايي استازي زلمی خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په اسلام اباد کې د خبرو اترو په اړه خپاره شوي راپورونه دروغ دي.

تبصرې وګورئ (۱)

XS
SM
MD
LG