د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان سختدریځو ته نه پرېږدو: امریکايي سېنېټر


سېنېټر ګراهم په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وینا کوي
سېنېټر ګراهم په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وینا کوي

اسلام اباد - د امریکا په سېنېټ کې د عدلیې د کمېټۍ مشر او د رېپبلېکن ګوند سیاستوال لېنډزي ګراهم د جنورۍ پر ۲۰مه له پاکستاني وزیراعظم عمران خان سره لیدلي دي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان د شخړې سیاسي حل په کار دی او د دې لپاره دې د پاکستان وزیراعظم عمران خان، افغان ولسمشر اشرف غني او امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وویني.

ګراهم وویل، طالبان که په زور واک تر لاسه کول غواړي، نو دا هېچا ته ګټه نه رسوي او دا چې واشنګټن نه غواړي چې افغانستان بیا د سختدریځو لاسونو ته ولوېږي.

وزیراعظم [عمران] خان وايي چې د دې ورکړې، راکړې تعلق نه ساتل غواړي او له امریکا سره ستراتیژیک تعلقات جوړول غواړي.
سېنېټر لېنډزي ګراهم

ګراهم له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پاکستان د کردار ستاینه وکړه او ویې ویل چې د امریکا او پاکستان اړیکي هم باید د ورکړې، راکړې پر ځای ستراتیژیک شي:

"[د ۲۰۰۱ز کال په سېپټېمبر کې پر امریکا له حملو] راهیسې [زموږ] تعلق تر ډېره پر ورکړه، راکړه ولاړ وو. لکه تاسې به دا وکړئ، نو موږ به دا درکړو، که یې نه کوئ، دا درڅخه اخلو. دا تېروتنه وه. او وزیراعظم [عمران] خان وايي چې د دې ورکړې، راکړې تعلق نه ساتل غواړي او له امریکا سره ستراتیژیک تعلقات جوړول غواړي."

ګراهم زیاته کړه چې امریکا ته په ستنېدو به له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره خبرې کوي او پر دې به ټینګار کوي چې له عمران خان سره ژر تر ژره وویني.

سېنېټر ګراهم د پاکستان سفر پر مهال له وزیراعظم علاوه، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم پر دوه اړخیزه اړیکو غږېدلی.

نوموړی د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له نېږدې پلویانو څخه یو بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG