د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېکسيکو کې د تېلو نلليکې چاودېدو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي


په هيدالګو کې د تېلو نلليکې چاودېدو ځای
په هيدالګو کې د تېلو نلليکې چاودېدو ځای

پراګ - په مېکسیکو کې د تیلو د يوې نلليکې چاودېدو له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه پرون [د جنورۍ پر ۱۸] په هېدالګو ايالت کې رامنځ ته شوه. د دې صوبې ګورنر عمر فاياد وویل چې د مېکسیکو سیټي د شمال خوا ته په ۸۵ کیلومترۍ کې خلکو له نلليکې څخه تېل غلا کول چې چاودنه پکې وشوه.

نوموړي زیاته کړه چې په چاودنه کې لږ تر لږه ۵۴ کسان چې سوځیدلي ول، درمنله يې شوې ده.

په دې چاودنه کې يو شمېر کسان ژوبل شوي ول. ځايي رسنۍ وايي، دغه وخت په سلګونه کسان د پېښې په ځای کې موجود ول چې په ستلونو [بالټيو] کې يې تېل وړل.

XS
SM
MD
LG