د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانیې وزیراعظمې ټیریزا مې له پارلېمانه د باور رایه واخیسته


ټیریزا مې د نتیجې هرکلی کړی
ټیریزا مې د نتیجې هرکلی کړی

د بریتانیا د وزيراعظمې ضد په پارلېمان کې د بې باورۍ اقدام ناکامه شوی دی.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۵مه د پارلېمان مطلق اکثریت له اروپایي ټولنې د هغې د وتلو پلان رد کړی وو.

د دې له کبله د اپوزيشن کارګرانو یا لېبر ګوند په پارلېمان کې د ټیریزا مې ضد بې باورۍ تحریک داخل کړ.

خو د جنورۍ ۱۶مې پر ماخوستن، د ټیریزا مې په حق کې ۳۲۵ او مخالفت کې يې ۳۰۶ غړو رایې ورکړې او هغه پر خپله دنده پاتې شوه.

نوموړې تر دې وروسته په وینا کې د نتیجې هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې له اروپايي ټولنې څخه د برتانیې ایستلو هڅو ته دوام ورکوي.

له قانون سره سم، برتانیا باید د مارچ تر ۲۹مې له اروپايي ټولنې ووځي.

یو شمېر کتونکي فکر کوي چې ښایي مې له ټولنې څخه د وتلو نېټه وځنډوي او یا بیا پر دې موضوع ټولپوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG