د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد خان: د نقيب مسید خون بها نه غواړم


د نقيب الله مسود پلار محمد خان مسود
د نقيب الله مسود پلار محمد خان مسود

پراګ - په کراچي کې د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود پلار محمد خان مسود وايي چې د زوی د وژنې په بدل کې هيڅ نه مني او که د ټول پاکستان دولت هم ورکړل شي نو دی به يې قبول نکړي. نوموړي دا خبره نن [پنجشنبه] مازيګر مهال په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وکړه.

د نقيب الله مسود پلار ملک محمد خان مسود د پښتنو د ګرېنډ [لويې] جرګې له مشرانو سره يو ځای خبرې غونډې ته د وينا پر مهال هغه اوازې رد کړې چې ګنې دی د خپل وژل شوي زوی خون بها اخلي. نوموړي پر دې مهال وويل چې نقيب د ټول قام بچی دی ځکه ټول پښتانه د هغه لپاره د انصاف غوښتلو لپاره راووتل.

نوموړي زياته کړه چې که څه هم دی د نقيب الله پلار دی خو د هغه د وينې حق له ده سره نشته.

((د نقيب الله يوه قطره وينه زه په ۲۰۰ اربه روپۍ نه ورکوم او د هغه د يوه ورېښته حق زما سره نشته.))

نوموړي زياته کړه چې د هغه يو ورېښته په ۸۰ کروړه نه بلکې د ټول پاکستان ورکولو په بدل کې نه ورکوي.

د محمد خان په وينا هغه انصاف غواړي او په دې لړ کې يې په عدالت کې د پوليسو د پخواني افسر راو انوار په ضد درخواست جمع کړی دی. نوموړي زياته کړهکه راو انوار عدالت ته وړاندې شي نو له عدالتي پرېکړې به مطمين وي.

د مظاهرچيانو په لاسونو کې د نقيب الله مسود انځورونه
د مظاهرچيانو په لاسونو کې د نقيب الله مسود انځورونه

۲۷ کلن نقیب الله مسود په کراچي کې د جنورۍ پر دريمه تښتول شوی وی. د نوموړي مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په ښار کې وموندل شو. د سيند صوبې د پوليسو يو مشر راو انوار ويلي و چې نقيب مسود له تحريک طالبان پاکستان سره تعلق درلودی او له پوليسو سره په مقابله کې ووژل شو، خو وروسته عدالتي پلټنو د راو انوار ادعاوې ناسمې وبللې او وې ښودل چې هغه په جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی و. له دې وروسته راو انوار له خپلې څوکۍ ليرې کړل شو چې اوس پټ شوی او د سپريم کورټ د چيف جسټس پر غوښتنې سربېره عدالت ته نه حاضرېږي.

د ګرېنډ جرګې مشرانو وويل چې دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوي

په خبري غونډه کې د ګرېنډ جرګې مشرانو وويل چې دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوي او په اسلام اباد کې د پرلت پر مهال د هغوی غوښتنې خپلې غوښتنې ګڼي.

د اسلام اباد پرېس کلب مخ ته د پاکستان د بېلا بېلو سيمو پښتنو د پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې د فبروري له لومړۍ نېټې بيا د فبروري ۱۰مې احتجاج وکړ. دوی په کراچي کې د وژل شوي پښتون ځوان نقیب الله مسود د قاتلانو د نیولو، د پښتنو د ماوراعدالت وژنو د عدالتي پلټنو، د لادرکه کړل شویو کسانو د موندلو، قبايلي سيمې له ماينونو پاکولو او د امنيتي ځواکونو لخوا له دوی سره د انساني برخورد غوښتنې کولې.

اسلام اباد کې د پښتنو پرلت
اسلام اباد کې د پښتنو پرلت

د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ته په ليکلې بڼه د غوښتنو د حل کولو د باور ورکولو وروسته دوی خپل احتجاج د يوې مياشتې لپاره وځنډاوه، خو بيا هم د غورځنګ مشران د پاکستان په بېلا بېلو پښتنې سيمو کې ولسي غونډې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون نن پر خپله فېس بک پاڼه په ،يډيويي پېغام کې اعلان وکړ چې سب [جمعه] به د شمالي وزيرستان په ميرعلي ولسي غونډه کوي.

XS
SM
MD
LG